نړۍ
د هند د لوی درستیز لېږدونکې چورلکه را غورځېدلې
(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۰)
د هند د هوايي ځواک یوه چورلکه، چې د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوټ یې لېږداوه؛ د هند په تامیل ناډو کې راغورزېدلې ده.
د هند پوځي چارواکو ویلي؛ په پېښه کې څلور هندي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تر اوسه معلومه نده، چې د هند لوی درستیز مړ شوی او که نه.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په چورلکه کې د پوځ د لوی درستیز او د هغه د مرستیال او میرمن په ګډون څوارلس کسان سپاره ول.
تر اوسه د دې پېښې لامل ندی روښانه ندی.