تازه خبرونه

د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۲)

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د ګجرات پوهنتون په لیلیه کې یوې ډلې د لمانځه پر مهال د یوه افغان په ګډون پېنځه بهرني زده‌کړیالان ټپیان کړي دي.

د ان ډي ټي وي د څرګندونو له مخې؛ زده‌کړیالانو ویلي، چې د ګجرات پوهنتون په انګړ کې جومات نشته، نو له همدې کبله دوی د تراویح لمونځ د لیلیې دننه ادا کاوه.

دوی زیاته کړې، چې دا ډله ییز برید پر چړو او کوتکونو ترسره شوی دی.

یوه افغان زده‌کړیال ویلي؛ برید کوونکیو د خپلو شعارونو تر څنګ پوښتل، چې چا په لیلیه کې دننه د لمانځه د ادا کولو اجازه ورکړې؟!

دغه افغان زیاته کړې: هغوی، د لیلیې په خونو کې دننه پر مونږ بریدونه وکړل. دوی مو لپ‌ټاپونه، ټیلیفونونه او موټرسایکلونه هم راویجاړ کړل.

هغه وایي: په دې بريد کې يو افغان، يو سريلانکايي، يو ترکمن او دوه د افريقايي هېوادونو وګړي ټپیان شوي دي.

د دغه زده‌کړیال د څرګندونو له مخې؛ پولیس له پېښې نیم ساعت وروسته هغه مهال راورسېدل، چې برید کوونکي پر تېښته بریالي شوي وه. ټپي زده‌کړیالان په روغتون کې بستر دي او سفارتونو ته یې خبر ورکړ شوی دی.

د هند د ولسي جرګې غړي او د هند د مسلمانانو ټولنې رییس اسدالدين اويسي دا پېښه غندلې او پوښتنه يې کړې، چې آيا د هند لومړی وزير نريندرا مودي او د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه به په دې اړه اقدام وکړي؟

هغه په ​​​​ایکس پاڼه کې لیکلي؛ څومره له شرمه ډکه ده. هغه مهال ستاسې مذهبي شعارونه پورته کیږي، چې مسلمانان پر سوله‌ییزه بڼه خپل مذهبي مراسم ترسره کوي. هغه وخت، چې تاسې د مسلمانانو پر لیدو بې موجبه غصه کوئ.

دغه راز څرګندوي: که دا ډله‌ییز افراطیت نه‌وي؛ نو بیا څه دی؟ دا د امیت شاه او نریندرا مودي ایالت او د زېږېدو سیمه ده. آیا دوی د قوي پیغام لیږلو لپاره مداخله کوي؟ زه فکر نه کوم. د مسلمانانو ضد کورنۍ کرکه د هند نیک نیتي له منځه وړي.

د ګجرات د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته امر کړی، چې د دغه برید عاملین ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په واشنګټن کې یوې څېړنیزې ډلې څرګنده کړې؛ په روان ۲۰۲۴ ز. کال کې د ۲۰۲۳ کال د دوه‌یمې نیمايي پر پرتله د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو کرکه ۶۲ سلنه زیاته شوې ده.

Trending

Exit mobile version