بی بی سی پښتو

د هند سترې محکمې د هېواد په وسله وال ځواک کې د ښځو شمېر ډېرولو ته لار پرانېسته

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۰)
Getty Images

د هند سترې محکمې حکومت ته ویلي چې په پوځي ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې د لا ډېرو ښځو د شاملېدو فرصت برابر کړي چې له مخې به یې پر دایمي پوځي دندو هم د ډېرو ښځو د ګومارنې کچه لوړه شي.

دغه پرېکړه نژدي یوه میاشت وروسته له هغه وشوه چې د هند سترې محکمې ښځو ته اجاره ورکړه چې د هېواد په پوځي اکاډیمۍ کې د شاملېدو لپاره په ازموینو کې برخه واخلي.

اوس مهال د هند د یو اعشاریه څلور میلیونه وسله وال ځواک اعشاریه شپږ پنځوس سلنه ښځې جوړوي.

په هوايي او سمندري ځواکونو کې په ترتیب سره د ښځو شمېر یو اعشاریه صفر اته او شپږ اعشاریه پنځه دی چې د وسله وال ځواک د نورو برخو پرتله په کې د ښځو حضور ښه دی.

وړمه ورځ د هند حکومت وخت وغوښت چې په پوځي اکاډيمۍ کې د ښځو د شاملېدو لپاره مهالوېش جوړ کړي او نور ترتیبات ونیسي.

په هند کې وسله وال ځواک مهمه دنده پرمخ بیايي خو غوښتنې کېږي چې پوځ باید په وسله والو ځواکونو کې د ښځو د حضور ډېرولو په برخه کې نرمښت وښايي.

تېره میاشت سترې محکمې په دې برخه کې د حکومت پر تګلارې نیوکې وکړې، ځکه چې حکومت اجازه نه ورکوله چې د هند په پوځي اکاډيمۍ کې د ښځو حضور ډېر شي.

اوس مهال د هند په پوځ کې ښځې موقتي دندې ترسره کولای شي او اوږد مهالې دندې نه لري.

په هند کې د شته تګلارې له مخې اوسمهال یوه ښځه تر پنځو کلونو پورې په وسله وال ځواک کې پاتې کېدای شي او له پنځو کلونو وروسته د خپل ماموریت موده غځولی شي خو هغه امتیازات چې نارینه ته ورکول کېږي ښځو ته نه ورکول کېږي.

د یادونې ده چې له ۲۰۰۸ کال راپدیخوا د هند د وسله وال ځواک په تعلیمي او حقوقي څانګو کې ښځې په دایمي ډول ګومارل کېږي.

تراوسه ښځې د ډاکټرانو، نرسانو، انجینرانو، اداري مامورینو اوحقوقپوهانو په توګه کار کوي.

له دې وروسته چې ښځې له ملي پوځي اکاډيمۍ نه فارغېږي د وسله وال ځواک په نورو برخو کې هم ورته کاري زمینې برابرېږي.

Trending

Exit mobile version