تازه خبرونه
د هند لخوا افغانستان ته د ورکړشویو جنگي چورلکو لومړنۍ هغې پرواز وکړ
د هند لخوا افغانستان ته د ورکړشویو جنگي چورلکو پیلوتان وایي، د جگړې تر راتلونکي موسم پورې به دغه جنگي چورلکې د جگړو میدان ته ولیږل شي؛ځکه دغه چورلکې د بمونو د غورزولو، د توغندیو او ماشینگڼو د استعمال توان لري.
درویشت کلن محمد ظاهر د افغانستان د جگړې په میدان کې د ټولو جنگي چورلکو د کارولو تجربه لري. مخکې له دې د هېواد هوایی ځواک د دغو زرهي چورلکو یوه درلوده؛خو د هند لخوا افغانستان ته د ورکړشویو څلور دا ډول جنگی چورلکو لومړنۍ هغې د کابل په فضا کي پرواز وکړ.
په وروستیو کې هند افغان ځواکونو ته څلور زرهي چورلکې ورکړي او دغه چورلکې جنگته چمتو کیږي او د اورپکو مورچې په نښه کوي.
د دغي چورلکي پیلوت محمد ظاهروایي دغه چورلکې د بمونو د غورزولو، د توغندیو او ماشینگڼو د استعمال توان لري.
دغه چورلکې ډېرې ښې ځانگړنې لري له عادي چورلکو یې مزل دوه برابره زیات دی؛خو افغان ځواکونه په ستونزمن وضعیت کې دي،ځکه د نړیوالو ځواکونو په وتو اوس دوی د ټول هېواد امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخیستي اوله همدې کبله سختې کاري ورځې په مخ کې لري.
خبریال : فرشاد صالح.