نړۍ

د هند لوی درستیز د چورلکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۰)

د هند دفاع وزارت پرون (چارشنبه د لیندۍ ۱۷) تائید کړه، چې د هند د پوځ یوه چورلکه، چې د پوځ لوی درستیز یې لېږداوه؛ راغورزېدلې او هغه په کې هم وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند هوايي ځواک د یوې چورلکې د راغورزېدو په پېښه کې د هند د پوځ د لوی درستیز بپین راوټ مړینه تائید کړه.

د هند د هوايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د چورلکې د راغوزېدو په پېښه کې جنرال راوټ او د هغه میرمن مدولیکا راوټ او په چورلکه کې سپاره ۱۱ نور کسان وژل شوي دي.

رویټرز د یوې حکومتي سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د چورلکې د غورزېدو په پېښه کې د چورلکې له ۱۴ کسانو څخه لږ تر لږه ۱۳ وژل شوي دي.

د چارشنبې پر ورځ هندي رسنیو راپور ورکړ چې د هند د پوځ یوه چورلکه راغورزېدلې او د لټون او ژغورنې عملیات یې پیل شوي دي.

د هند هوايي ځواک په ټویټ کې راغلي: د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د هند د هوايي ځواک ام آی – ۱۷ وي ۵ چورلکه، چې د هند د پوځ لوی درستیز بپین راوټ په کې سپور و، په تامیل ناډو ایالت کې کونور ته نږدې راغوزځېدلې ده.

راوټ د هند لومړی لوړ رتبه پوځي لوی درستیز و، چې د هند حکومت د ۲۰۱۹ په تشکیل کې رامنځته شوه.

د اردو یوه لوړ پوړي افسر ویلي چې راوت او د هغه میرمن د نورو افسرانو سره په الوتکه کې د دفاعي خدماتو پوهنتون ته په لاره ول.

په هندي خبري چینلونو کې خپارې شوې ویډیوګانې د نیلګیرس د سیمې یوه پوهنتون ته نږدې په ځنګلي سیمه کې یوه سوځېدلې چورلکه ښیي.

راوټ د یوې پوځي کورنۍ غړی و، چې له څو نسلونو راپدیخوا یې د هند په وسلوالو ځواکونو کې دنده ترسره کړې وه. دغه جنرال، چې له څلور لسیزو راپدیخو یې دنده ترسره کړې؛ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د چین پر پوله د اصلي کنټرول کرښې په اوږدو کې د پوځیانو قومندان هم و. هغه د هند په شمال ختیځ سرحد کې د یاغیانو د کمولو او په ګاونډ میانمار کې د پولې پورې غاړې د یاغیانو ضد عملیاتو څارنه هم کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه ندی.

Trending

Exit mobile version