نړۍ
د هند لیتا منګیشکر د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه
هندي رسنیو څرګنده کړې، چې د هند نومیالۍ سندرغاړې لیتا منګیشکر پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ هغه تېره میاشت د روغتیایي حالت له کبله د ممبيي په یوه روغتون کې بستر شوې وه او نن سهار یې خپل پور پرې کړ.
ډاکټرانو د لیتا منګیشکر مړینه تائید کړې او څرګندوي، چې هغه د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته په روغتون کې بستر شوې وه.
میرمن لیتا د ۱۹۲۹ زېږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې زیږیدلې وه.
هغې په خپل ټول سندریز ژوندانه کې لږ تر لږه ۴۰ زره سندرې هند، سیمې اونړۍ ته وړاندې کړې دي.
د ګینس کتاب دوه ځله د لیتا ۲۵۰۰۰ او بیا ۲۰۰۰۰ سندرې ثبت کړي او له همدې کبله په نړۍ کې ترټولو د ډېرو سندرو لرونکې سندرغاړې نومول شوې ده.
لیتا د ډېرو فلمونو لپاره سندرې جوړې کړي او د بالیووډ بهارت رتنا جایزې په ګډون یې ډېري ایوارډونه هم ګټلي دي.
رویټرز دا هم په ډاګه کړې، چې د هند ملي بیرغ به د دې پر ویر نیم ځوړند او دوه ورځنی ماتم هم اعلان شي.