مهم خبرونه

د هند هېواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۱)

یو هندي پلاوی افغانستان ته د هند د بشري مرستو د رسولو د چارو د څارنې او د افغانستان له اسلامي امارت  سره د خبرو اترو لپاره کابل راغلی دی.

دغه پلاوی به د سفر په بهیر کې د نړیوالو ټولنو له استازیو سره، چې د بشري مرستو په وېش کې ښکېل دي هم وګوري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند ګډ استازي پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته تلی، چې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو له بیا پیلېدو لیدنه وکړي.

سربیره پردې، پلاوی به له هغو سیمو هم لیدنه وکړي، چې د هند پروګرامونه او پروژې په کې تر کار لاندې دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د هند یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

Trending

Exit mobile version