سیمه ییز خبرونه

د هند په هوايي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې؛ دا بریدونه د پاکستان په کوټلي، بهاولپور، میردکه، باغ او مظفرآباد سیمو کې شوي دي.

Published

on

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د چارشنبې پر سهار په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې د هند په توغندیز او هوایي بریدونو کې د استوګنو پر سیمو لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې؛ دا بریدونه د پاکستان په کوټلي، بهاولپور، میردکه، باغ او مظفرآباد سیمو کې شوي دي.

هند دا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرې میاشتې د کشمیر په پهلګام سیمه کې له ترهګریز برید او مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي وروسته ترسره کړل.

چودري ويلي: “څه وخت وړاندې هند د بهاولپور، کوټلي او مظفرآباد په احمد ایسټ سیمه کې پر سبحان الله جومات هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه له درې هوايي برخو څخه ترسره شول.”

هغه زیاته کړې: “زمونږ د هوايي ځواک ټولې جیټ الوتکې په آسمان کې دي. دا بزدلانه او شرمناک برید د هند له فضايي حریم څخه ترسره شوی. دوی ته د پاکستان فضا ته د ننوتلو اجازه نده ورکړ شوې.”

چودري ټینګار کړی: “اجازه راکړئ، چې روښانه کړم؛ پاکستان به د دې برید ځواب د خپل غوراوي  له مخې پخپل وخت او ځای ورکړي. دا ظالمانه لمسونه به بې ځوابه پاتې نشي.”

کله، چې له هغه د احتمالي زیانونو په اړه پوښتنه وشوه؛ هغه وویل، چې د زیانونو ارزونه روانه ده او وروسته به نور معلومات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version