روغتيا
د هند په کریلا ایالت کې د رومیانو تبه د خپرېدا په حال کې ده
هند، چې له کرونا او بېزوګي تڼاکې ویروسونو سره یې مبارزه روانه ساتلې؛ په کریلا ایالت کې یې یو نوی ویروس د رومیانو انفولانزا یا د روميانو تبې پر نوم پېژندلی، چې له پېنځه کلونو څخه په لږ عمره ماشومانو کې راڅرګند شوی دی.
دغه نادره ویروسي انتان د خپرېدو په حالت کې دی، خو ژوند ته ګواښ نګڼل کیږي. د راپورونو له مخې تر دې دمه له پېنځه کلونو لږ عمره ۸۲ ماشومان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
سربېره پردې نور ۲۶ ماشومان (د ۱-۹ کلونو عمرونه) هم په اودیشا ایالت کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د فرست پوست د راپور له مخې؛ تر دې دمه له کریلا، تامل نادو او اودیشا پرته نور د هند کومه بله سیمه له دې ویروسه اغېزمنه شوې نده.
په هرصورت د کریلا روغتیا ریاست د احتیاطي تدابیر سپارښتنه کوي، چې د انفیکشن خپریدو څارنه وکړي او د هند نورو برخو کې یې د خپرېدو مخه ونیسي.
که څه هم د رومي فلو ویروس له کرونا ویروس سره ورته نښې ښیې؛ دواړه په پیل کې تبه، ستړیا او د بدن درد سره تړاو لري او د کرونا ځینې ناروغان هم په پوستکي د خارښت راپور ورکوي.
دا ناروغي په ټول بدن کې د سرو او دردناکو دانو په بڼه رامنځته کیږي او په تدریجي ډول د رومي تر کچې لوییږي.