تازه خبرونه

د هند په کوربتوب د ترهګرۍ په اړه د شانګهای ټولنې غونډه جوړه شوه

Published

on

په هند کې د افغانستان په اړه د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو سرمشریزه نه یوازې پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت را څرخي، بلکې پر ترهګرۍ او نورو سیمه ییزو مسلو هم بحث کوي.

په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان یوه درې کسیز پلاوي هم ګډون کړی؛ د روسیې، چین، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او ایران لوړ پوړي چارواکې یې نور ګډونوال دي.

د دې څلور ورځنۍ غونډې ګډونوال به د سیمه ییز جوړښت په چوکاټ کې د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو او د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

د پراخ او ټولګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو ترڅنګ د بشري ناورین او د افغانستان په ثبات، سوکالۍ، پرمختګ او امنیت کې د سیمې د هېوادونو ونډه نور هغه موضوعات دي، چې د دې غونډې غړي به پرې بحث او خبرې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي ويلي؛ له هرې هغې غونډې هرکلی کیږي، چې د افغانستان په ګټه وي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې هم نوي ډیلي د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیت د خبرو اترو کوربه و، چې د ایران، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران یې ګډونوال ول.

Trending

Exit mobile version