لوبی

د هند کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د روهیت او ویرات په ګډون د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې به روهیت شرما او ویرات کوهلي له یو کلن ځنډ وروسته ولوبیږي؛ خو روهیت شرما به د لوبډلې لوبډلمشر وي.

روهیت او کوهلي د ۲۰۲۲ کال له نومبر میاشتې راپدیخوا، چې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې د هند له ماتې وروسته اړوند لوبې ونه‌کړې او نړیوال ټیسټ اتلولۍ فاینل او د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د رسیدو لپاره یې ټیسټ کرکټ او یو ورځنیو لوبو ته لومړیتوب ورکړ.

اوس د دوی بېرته راګرځېدنه په‌دې معنا ده، چې دواړه لوبغاړي به د ویسټ انډیز او امریکا په راتلونکي ۲۰ اوریز نړیوال جام کې هم ولوبیږي.

د هند پر وړاندې د افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو لومړۍ هغه به د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي پر یوویشتمه / د جنورۍ پر یوولسمه ) په موهالي لوبغالي کې ترسره شي، دوه یمه لوبه به د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور لوبغالي کې او درېیمه لوبه به د جنورۍ پر اووه لسمه په بنګلور لوبغالي کې ترسره شي.

ټولې لوبې به د کابل پر وخت ماښام شپږ بجې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ له هند سره د راتلونکیو سیالیو لپاره خپله لس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

آریانا ټلویزیون د دغو ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی. سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې د تازه معلوماتو، مهالوېش اود لوبډلو د خبرونو لپاره مونږ وڅارئ.

Trending

Exit mobile version