لوبی
د هند کرکټ لیګ پاتې لوبې به په متحده اماراتو کې ترسره شي
د هند کرکټ بورډ (بي سي سي آی) نن (شنبه د غبرګولي ۸ ) څرګنده کړې، چې د هند غوره لیګ پاتې لوبې، چې روانه میاشت د کرونا ویروس د زیاتوالي له کبله وځنډول شوې؛ د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې به په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي.
دغه راز زیاته شوې، چې هند د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د اکتوبر او نومبر په میاشت کې د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام کوربتوب لپاره د پوره وخت غوښتنه کړې ده.