تازه خبرونه

د هند ګجرات پوهنتون ۷ افغان زده‌کړیالانو ته له لیلیې څخه د وتلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۳)

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د هند د ګجرات پوهنتون چارواکو ۷ افغان زده‌کړیالانو ته سپارښتنه کړې، چې له لیلیې ووځي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له دغو زده‌کړیالانو څخه پېنځه کسانو له لیلیې څخه د وتلو سپارښتنه منلې ده.

دا پرېکړه د پوهنتون په لیلیه کې د لمانځه د ادا کولو پر سر له جنجال وروسته رامنځته شوې ده.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې هم د ګجرات پوهنتون په لیلیه کې د لمانځه پر مهال د یوې ډلې کسانو له‌خوا په برید کې د یوه افغان په ګډون پېنځه بهرني زده‌کړیالان ټپیان شوي وه.

د ګجرات پوهنتون چارواکو ویلي؛ هغو افغان زده‌کړیالانو، چې د لیلیې د پرېښودو سپارښتنه یې ترلاسه کړې؛ خپل ښوونیز پېر بشپړ کړی او یا هم د اسنادو ترلاسه کولو ته پر تمه دي.

د ګجرات پوهنتون مرستیالې نیجرا ګوپټا زیاته کړې، چې افغان قونسلګرۍ ته یې پدې اړه خبر ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version