سیمه ییز خبرونه

د هند یوې محکمې په خپل ګڼ یو ‌میشته ایالت کې پر مدرسو بندیز ولګاوه

Published

on

په هند کې یوې محکمې د دغه هېواد له وګړیو څخه په ډک ایالت کې پر مدرسو بندیز لګولی، چې دا کار کولی شي له عمومي ټاکنو مخکې د ډېرو مسلمانانو او د لومړي وزیر نریندرا مودي د حکومت ترمنځ درز رامنځته کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ یوې هندي محکمې په اترپردیش ایالت کې د ۲۰۰۴ ز. کال د ښوونځیو قانون لغو کړ او څرګندوي، چې دا قانون د هند د اساسي قانون له سیکولریزم څخه سرغړونه ده. محکمې سپارښتنه کړې، چې د مدرسو زده‌کوونکیو ته دې په ښوونځیو کې زده کړې ورکړ شي.

د دغه ایالت د ښوونځيو د مدرسو د ښوونې او روزنې بورډ مشر افتخار احمد جاوید، چې د ۲۴۰ میلیون وګړو پېنځمه برخه یې مسلمانان دي؛ ویلي، چې د اله‌آباد د سترې محکمې دغه پرېکړه په ۲۵ زره مدرسو کې ۲ اعشاریه ۷  میلیون طالبان او ۱۰ زره استادان اغېزمنوي.

هند به د اپریل او جون تر منځ عمومي ټاکنې ترسره کړي، چې تمه کیږي د مودي بهارتیا جنتا ګوند به یې وګټي. مسلمانانو او د بشري حقونو ډلو د دغه ګوند ځینې غړي د کرکې پر خپرولو او د مسلمانانو د ملکیتونو پر ړنګولو تورن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لومړی وزیر نریندرا مودي په هند کې د مذهبي تبعیض شتون ردوي.

 

Trending

Exit mobile version