لوبی

د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي

د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۹, ۱۴۰۳

سره له دې، چې د هند غوره لیګ (IPL) لوبو پرانیستې ته څلور ورځې پاتې دي؛ آریانا راډیو ټلویزیوني شبکه په افغانستان کې خپلو کرکټ مینه‌والو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کوي، ​​چې یو ځل بیا به دا په زړه پورې سپورتي پېښه د دوی تر کورونو ورسوي.

د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

د برانډ فاینانس د ارزونې د راپور له مخې؛ د هند غوره لیګ ځلېدا دومره پراخه ده، چې د برانډ ټولیز ارزښت یې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ ميلیارډ ډالر اټکل شوی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰.۷ میلیارډ ډالرو پر پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

برانډ فاینانس زیاته کړې؛ چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالرو له برانډ ارزښت سره د هند غوره لیګ ترټولو قیمتي فرنچایز په توګه مخکښ دی.

دا ۵۲ سلنه وده په لویه کچه د دوی د پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډهوني د تلپاتې میراث دی.

د چینای سوپر کینګز تر څنګ ممبي انډینز دی، چې ارزښت یې ۱۱۹ میلیون ډالر دی او د رائل چلینجرز بنګلور، چې ارزښت یې ۱۱۷ میلیون ډالر دی؛ دریم ځای لري.

کلکته نایټ رایډرز او دفاعي اتلان له ۱۰۹ میلیون ډالرو سره د حیدرآباد سنرایزرز د ۸۵ میلیون ډالرو سره، د راجستان رویالز د ۸۱ میلیون ډالرو سره او د ډیلي کیپیټلز د ۸۰ میلیون ډالرو سره په نورو وروستیو درجو کې دي.

د شنبې پر ورځ به په کلکته کې د پرانیستې لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور تر منځ ترسره شي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر دوه‌ویشتمه پیل کیږي او دوه میاشتې به روانې وي.

دا سیالي به د ۲۰۲۵ کال د می پر پېنځه‌ویشتمه پای ته ورسیږي.

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د شنبې پر ورځ ( د وري دوه‌یمه/ د مارچ دوه‌ویشتمه) د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ لومړۍ لوبه به په همدې ورځ د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي.

د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګورئ.

Trending

Exit mobile version