پرمختګ او بشپړتیا
د هند پر مالي لګښت پکتيا پوهنتون ته د لابراتوار وداني جوړیږي
د عملي زدکړو د آسانتیاوو په موخه په پکتیا پوهنتون کې د هند په مرسته د لابراتوار د دوه پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
چارواکي وایي، د پکتیا پوهنتون د لابراتوار پر ودانۍ ۵۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي، چې په یوه کال کې به یی چارې بشپړې شي.
د پکتيا والي شمیم کټوازی زیاتوي، سږ کال به پوهنتون ته ځانګړې شوې ځمکه هم وروسپارل شي.
د نوموړي په وینا؛ د دغې ودانۍ له جوړیدو سره به د پکتیا پوهنتون علمي ستونره حل شي.
د پکتیا پوهنتون رييس دوکتور سيدولي جلال زی وایي؛ د لیلیې هغه ودانۍ، چې د لوړو زدکړو وزارت د هلکانو د لیلیې لپاره جوړې وې اوس مو نجونو ته ورکړې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ مونږ د ۵۰۰۰ هلکانو لپاره د یوې عصري لیليې جوړولو ته اړتیا لرو.
نوموي زیاته کړې، چې د پوهنتون د انګړ دیوالونو او سړکونو جوړول هم زمونږ لومړیتوبونه دي.
د پکتيا پوهنتون دا مهال اووه پوهنځي لري او شاوخوا اته زره زدکړیالان په کې پر زدکړو بوخت دي، چې يوازې د ښځينه وو لپاره د اوسیدو ځای لري او پاتې هغه یې په شخصي ودانيو کې پر کرايه له ستونزو ډک ژوند تېروي.
خبریال: فریدالله احمدزی