تازه خبرونه
د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان
په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند په هندي کشمیر کې د وروستیو چاودنو په تړاو منفي کړنې تر سره کړي؛ د افغانستان د سولې بهیر به تر اغېز لاندې راولي.
پاکستان سره لدې، چې ډېر ځله پرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه لګیدلي؛ خو په کابل کې یې سفیر وایي، چې د پاکستان د هڅو په برکت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې دي.
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان یوې خبري ناستې ته ویلي؛ تاسې کولی شئ خلیلزاد وپوښتئ، چې زمونږ د هڅو پایله څه وه. دا زمونږ د هڅو پایله وه، چې امریکا او طالبان اوس د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کوي.
د زاهد نصرالله خان د څرګندونو له مخې؛ عمران خان ویلي: د کشمیر مساله باید سوله ییزه حل شي، چې د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ونه رسوي.
د پاکستان سفیر دا هم څرګنده کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په وینا یې د سولې خبرې باید بین الافغاني او د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي.
هغه وایي: پاکستان د افغانستان په سوله کې ډېرې هڅې کوي؛ خو دا یو ګډ مسوولیت دی ټول د سولې په تړاو مسوولیت لري او مونږ پوره باور لرو، چې دا خبرې باید بین الافغاني او د افغانانو په مشرۍ وي.
دا لومړی ځل ندی، چې پاکستانيو چارواکو د افغانستان د سولې بهیر د هند او پاکستان له سرحدي لانجو سره تړلی، وړاندې لدې هم دوی ورته څرګندونې کړې وې؛ خو په کابل کې باور دا دی، چې پاکستان دې د افغان سولې بهیر په تړاو خپلې ژمنې پلې کړي او طالبان، چې د دوی تر اغېز لاندې دي، له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.
خبریال: روهید اندیشمند