تازه خبرونه
د هنیه وژل له ټولو مروجو نړیوالو نورمونو سرغړونه ده – رییس الوزراء
رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوندزاده ویلي: د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهادت ودردولم. الله تعالی دې شهید هنیه او د غزې ټول شهیدان د بدر او احد له شهداوو سره حشر کړي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوندزاده نن د فلسطین د اسلامي غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژلو په اړه د خواخوږۍ په یوه خپور شوي پیغام کې د د هنیه وژل له ټولو مروجو نړیوالو نورمونو سرغړونه یاده کړه.
رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوندزاده ویلي: د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهادت ودردولم. الله تعالی دې شهید هنیه او د غزې ټول شهیدان د بدر او احد له شهداوو سره حشر کړي.
په دې پیغام کې راغلي: صهونیستي رژیم داسې مهال شهید اسماعیل هنیه پر نښه کړ، چې هغه د یوه حکومت میلمه او د حماس مشر مرکچي و.
نوموړی وایي: د داسې یوه شخصیت پر نښه کول له ټولو مروجو نړیوالو نورمونو ښکاره سرغړونه ده او ښيي، چې دښمنان په روانه جګړه کې هیڅ اصل ته درناوی نلري.
د افغانستان رییس الوزرا ملا محمد حسن اخونړزاده ویلي؛ له لس میاشتو راپدېخوا په غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نسل وژنې په تړاو د غربي بنسټونو او بشري حقونو د مدعي ټولنو چوپتیا د دغو ادارو حقیقت څرګند کړ.
نوموړی پر شهید اسماعيل هنیه دغه بزدلانه حمله په تر ټولو کلکو ټکو غندي او وایي: د الله جل جلاله پر حقه وعده باور لرو، چې دا قربانۍ به رنګ راوړي.
هغه وایي: په غزه کې له ښکاره جنایت څخه څرګنديږي، چې د فلسطینیانو د نسل وژنې سره- سره اسرائیل د غزې په جګړه کې کومه د پاموړ نظامي لاسته راوړنه نلري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ صهیونیستي رژيم د خپلې ناهیلۍ د پټولو لپاره د حماس د سیاسي دفتر مشر پر نښه کړ؛ خو د حق او آزادۍ لپاره به د فلسطیني ملت مقاومت روان وي.
د ایران سپاه پاسداران د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هنیه په تهران کې پر یوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي وژل شوی، چې شاوخوا اووه کیلو ګرامه خولۍ یې لېږدوله.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حماس د مشر د وژلو غچ به سخت او په مناسب وخت، ځای او طریقه وي او د اسرائیلو پر«ترهګر صهیونیسټي رژیم» یې د هغه د مړینې پړه واچوله.
حماس هم پر اسراییلو تور پورې کړی، چې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون څو ساعته وروسته پر هغه برید کړی دی.
اسرائیلي چارواکو تر دې دمه د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
د هنيه جنازه د جمعې پر ورځ په قطر کې خاورو ته وسپارل شوه.
اسلامي امارت یو ځل بیا د نړۍ او سیمې له اغېزمنو لوریو وغوښتل، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د پراخېدو مخه ونیسي او پرې نږدي، چې د غزې د جګړې اور ټوله سیمه ونیسي.
