سوداگري

د هوايي ترافيكو د څار او كنټرول يوه روزنيزه دستګاه فعاله شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسئولين وايي، چې په تېرو دوولسو كلونو كې د هوايي چلند په برخه كې نړيوالو مرستندويانو هېڅ همكاري نه ده كړې.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر داود علي نجفي همدارنګه وايي، ترڅو چې د افغانستان هوايي ترافيك د افغانانو لخوا اداره نه شي، هوايي چلند به هېڅ پرمختګ ونه كړي.

ويل كېږي اوس د افغانستان هوايي ترافيك د نړيوالو ځواكونو لخوا اداره كېږي.

له بلې خوا د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ترانسپورت وزارت په مالي لګښت د هوايي ترافيكو د څار او كنټرول يوه روزنيزه دستګاه فعاله شوه.

داود علي نجفي همدارنګه زیاتوي، چې لدی وروسته هغه زدکوونکي، چې له دغه انستتیوت څخه فارغېږی، نو د هوایي ترافیکو په څار او کنټرول کې به ستونزه ونلري.

نوموړي همدارګه ووېل، اوسمهال د پرمخ تللي هوایي څار سیستم د نشتون له کبله په هوایي ډګر کې هوایي ترافیک د بهرنیو نظامي پوځونو لخوا څار او کنټرولېږي.

Trending

Exit mobile version