تازه خبرونه

د هوایي چلند خپلواکې ادارې سږ کال ۳ میلیارد و ۸۰۰ میلیون افغانۍ ترلاسه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هوایي چلند خپلواکه اداره د خپلو عوایدو له ډېروالي خبره کوي او وایي، په روان مالي کال کې یې د مالیې وزارت ته درې میلیارد او اته سوه میلیون افغانۍ سپارلي او دا له ټاکل شوې موخې ډېرې افغانۍ دي، چې تر لاسه شوې دي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي مونږه دعایداتي بنسټ په توګه وتوانیدو، چې د ماليي وزارت له ټاکلي هدف څخه ډېر عاید تر لاسه کړو. مونږه په روان کال کي ملي خزانې ته ۳ ملیارده او ۸۰۰ میلیو ن افغانۍ سپارلي.

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وا يي، چې دعوا یدو د زیاتوالي یو علت په په د اخلي او نړیواله کچه د اقتصادي اړیکو ټینګښت د عوایدو د لو ړیدو سبب شوی.

د دې ادارې مسوولین ټینګار کوي، چې په راتلو نکي کې به د هوایي چلند اداره د نظام له اقتصادي بنسټو نو څخه وشمېرل شي.

داقتصادي چارو کار پوهان وايي، د هېواد ټولي ادارې  د عوایدو د راټولو لو په برخه کې کافی اندازه  ظرفیت لري او  هغه پیسې، چي  ترلاسه کیږي باید په ملي پرا ختیایي او پرمختیا يي پروژو ولګول شي؛ خو بو دجوي واحدو نه د اظر فیت نه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، عواید مو ټولي ادارې راټولوي؛ خو فساد،  بیرو کراسي او په بو دجوي واحدونو کې د ظرفیت نه شتون خلک اند ېښمنوي، چي دا راټولیدونکي پیسې ولي نه لګول کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهانوپه اند؛ ټول بو د جوي واحدو نه باید د خپلو پرمختیايي بوجي د لګولو په اړه ملت ته معلو مات ورکړي.

د دوی په وینا؛ له یو کال راهسی د خلکو له تیلیفونونو پیسي ګر ځول کیږي، خو سرنوشت يي نه دي څرګند شوی.

د دوی د اړینو څرګندونو له مخې په لګښتونو کې رڼښت اړین دی.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version