تازه خبرونه
د هوا له ککړوونکیو سره قانوني چلند کیږي- سید محمد روشندل
پلازمېنه کابل د نړۍ په کچه په تر ټولو ککړو پلازمېنو کې راځي، چې د هوا او چاپېریال دغه ککړتیا په ژمي کې ورځ تر بلې ډېریږي.
ولسمشر غني هم د کابل ککړې هوا په اړه ویلي، چې دغه حالت د منلو ندی او په کار ده، چې د حل لارې یې ولټول شي.
اوس د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل ور سره مبارزې ته ملاتړلې او وایي؛ له هغو حقوقي او حقیقي اشخاصو سره، چې د هوا په ککړتیا کې لوی لاس لري، قانوني عمل تر سره کوو.
کابل ښاریان او په تېره بیا هغه کسان، چې له ولایتونو څخه کابل ته راغلي وايي؛ د ښار هوا او چاپېریال غونی ځیږوونکې بڼه لري.
د پلازمېنې کابل هوا داسې ککړه شوې، چې مرغان هم له دغه ښار څخه کډې کولو ته اړ شوي او په ځينو سیمو کې ونې وچې شوي او یا هم له ودې پاتې دي، چې دغه له وسلوالو بریدونو هم ډېر خطرناک ګڼل کیږي.