ساینس او ​​ټیکنالوژي

د هیوندا موټرجوړولو شرکت غواړي په امریکا کې پانګونه وکړي

Published

on

د هیوندای موټر جوړولو شرکت ویلي؛ غواړي تر ۲۰۲۵ کال پورې په امریکا کې د بېلابېلو ټکنالوژیو په برخه کې له امریکايي شرکتونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره له پېنځه میلیارد ډالره ډېره پانګونه وکړي.

هغه پانګوونه، چې سیول ته د جو بایډن د سفر په بهیر کې اعلان شوې؛ د روباټتک، ښاري هوایی چلند، اتومات موټر چلولو او مصنوعي استخباراتو په برخو کې به وي.

یاد شرکت ، چې د کیا موټر له مالکیته هعم برخمن دی؛ د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې دوی په ګرجستان کې د برښنایي موټرو (EVs) او بیټرۍ تجهیزاتو جوړولو لپاره ۵.۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي.

دغه نوې پانګونه به تر ۲۰۲۵ کال پورې امریکا ته پلان شوې پانګه شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي، چې د تېر کال اعلان شوي ۷.۴ میلیارده ډالرو څخه لوړ دی. د نړۍ درېیم لوی موټر جوړونکي تر دې دمه اعلان ندی کړی، چې د ۵ میلیارد ډالرو اضافي پانګه به چېرته ولګوي.

د هیونډای موټرو مرستیال چنګ ایوی سان ویلي؛ زه ډاډه یم، چې په ګورجستان کې نوی فابریکه به له مونږ سره مرسته وکړي، له امریکایي پېرودونکیو لپاره له کیفیت لرونکې برښنایي موټرو پېرېدونکیو د امریکا د موټرو صنعت کې مخکښ شو.

Trending

Exit mobile version