سیمه ییز خبرونه

د هېواد جنوبي، ختيځې او مركزي سيمې سيلابونو وځپلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد په يوشمېر ولايتونو كې د جمعې په ورځ(د زمري ۱۱) سيلابونه راووتل، چې د ښځو او ماشومانو په گډون په كې لسگونه خلك وژل شوي، لسگونه ژوبل شوى او ډېر نور ورك دي.

د كابل ولايت په  سروبي ولسوالۍ كې سيلابونو لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او ۱۳ كورونه ورسره ويجاړ شوي دي.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي، چې تر اوسه له سيمو څخه د يوولس  كسانو د مړه كيدو او د يو شمېر نورو د ورك كيدو خبر وركړ شوى.

سيلابونو په صبريو كې څلور ميرمنې او درې ماشومان مړه كړي او په خلبسات ښارگوټي او مندوزيو كې يې گڼ شمېر دوكانونه وړي دي.

همدا راز د باك په سيمه كې هم درې او په متون كې يو تن په ورته ډول مړه شوي دي.

په خوست كې له طبيعي پېښوسره د مبارزې ريس انجنيراكبر وايي، كه څه هم كره اندازه يې نه ده معلومه خوله بېلابېلوسيمود سختو مالي زيانونو د اوښـتو خبر وركړشوى.

کابل، خوست، نورستان، ننگرهار، لغمان، کونړ او کاپیسا هغه ولایتونه دي، چې د راپورونو له مخې سيلابونو ځپلي دي

تر اوسه د سيلابونو له كبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کره شمېر نه دي معلوم؛ خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې تر ټولو ډېر ځاني زيان په سروبي ولسوالۍ کې رامنځته شوى دى.

د چارواكو په وينا د ژغورنې ډلې سیمو ته استول شوې دي.

ولسمشر حامد کرزي د یوه پیغام له لارې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ ډاډ څرگند كړى او له بېړنیو حالاتو سره د مبارز له ادارې یې غوښتي، چې د پېښو له قربانیانو سره مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د سږني دوبي تودوخه او د اوسنيو بارانونو زيانونه په تېرو څو لسيزو كې بې ساري دي.

Trending

Exit mobile version