سیمه ییز خبرونه

د هېواد د ختیځ په بېلا بېلو پېښو كې ۳۷ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواكي وايي، چې په ختيځو ولايتونو كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد په څو سيمو كې پوځي عمليات پيل شوي دي.

د نورستان والي تميم نورستاني وايي:

وړمه شپه افغان ځواکونو په کامدېش ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو پر درې مركزونو بريدونه وكړل، چې په كې ديارلس وسلوال وژل شوي او څلور يې نيولي دى.

هغه په عملياتو كې د دوه پوليسو وژنه او د يوه ټپي كيدل تائيد كړل؛ خو وايي:

په عملياتو كې هغه پېنځه دولتي كار كوونكي را خلاص شول، چې وسلوالو څه وخت وړاندې نيولي ول.

طالبان بيا وايي، چې افغان سرتېرو ته يي د سر زيان اړولى او يو شمېر يې ژوندي نيولي دي.

كامديش ته ورغلې لارې له څو كلونو راهيسې وسلوالو تړلي دي.

د ننگرهار چارواكي وايي، چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو څلور فابريکې ويجاړې شوي او ۱۱ ټنه نشه يي توكي نيول شوي دي.

د ننگرهار والي ویاند احمدضیاعبدلزی په سيمه كې د جگړې پخلى كوي او وايي، چې د ملي اردو يوه چورلكه له غره سره لگيدلې او غورزيدلې ده.

وسلوال طالبان ادعا كوي، چې دغه چورلكه طالبانو نسكوره كړې او لسگونه سرتېري په كې وژل شوي دي.

طالبانو د خپلو دوه ملگرو د وژل كيدو خبره تائيد كړې ده.

د سېمې ځايي اوسيدونكيو په ډاگه كړې، چې په جگړه كې دوه ولسي كسان هم وژل شوي او درې ټپيان دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ هم ناكراره ده، هلته د بربهار په سیمه کې د جگړې پر لامل یو ولسي وگړی او دوه طالب وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسله وال ټپیان دي.

يوه امنيتي سرچينه وايي، نښته هغه وخت پيل شوه، چې افغان سرتېرو ښوونځي ته د وسلوالو مخالفينو لخوا د ايښودل شويو ماينونو د شنډولو هڅه كوله.

په همدې وخت كې وسلوالو مخالفينو تېره شپه د لغمان په الينگار كې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد كړى، چې په كې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي. دغه پېښه د لغمان والي وياند تائيد كړې ده.

Trending

Exit mobile version