سیمه ییز خبرونه

د هېواد د خپلواكۍ دوه نوييمه كليزه ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زمري اته ويشتمه  افغانانو ته هغه  سرښندنې ور په يادوي، چې د خپلواكۍ د ترلاسه كولو په نيت يې د وخت له امپراطورۍ  جگړه مړې او خپلواكي يې ترلاسه كړې ده.

دغه ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې په ځانگړيو مراسيمو ونمانځل شوه.

له نن څخه ۹۲  كاله مخكې  زړه ورو افغانانو په ملي يووالي سره تصميم ونيو او اعلام يې وكړ، چې د ظالم او ير غلگر په وړاندې  د راپورته كيدو او خپلې ازادۍ د ترلاسه كولو وخت رارسيدلى دى.

يو شمېر دې سرښندونكيو د اميرحبيب الله خان په سلطنت كې د مشروطه غوښتونكيو غورځنگ بنسټ كيښود، چې وروسته د شاه امان الله خان په مشرۍ د افغان ځوانانو د نهضت جوړيدو لامل شو.

د افغان ځوانانو د نهضت جوړيدل د خپلواكۍ د ترلاسه كولو لامل شو او شهزاده امان الله خان، چې د شاه امان الله غازي لقب وركړ شوى و، د دې هېواد د لومړنۍ خپلواك مشرپه توگه سلطنت اعلام كړ:

(( زه ځان او خپل هېواد د ټولو كورنيو او بهرنيو چارو له اړخه خپلواك او نا پييلى اعلاموم.

زما هېواد به له دې وروسته د ازادۍ له هغه نعمت څخه برخمن وي، چې د نړۍ نور هېوادونه او ملتونه ترې برخمن دي.

هيڅ بهرنى قدرت ته به اجازه ورنه كړشي، چې د يوه ويښته په اندازه هم زمونږ په  حقونو او د افغانستان په كورنيو چارو او بهرني سياست كې لاسوهنه وكړي او كه څوك كوم وخت داسې يرغل وكړي،  زه حاضر يم چې په دې توره يې سرپرې كړم.))

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز رييس عبدالغفور ليوال وايي:

شاه امان الله خان په ډېره مېړانه ازادي ترلاسه كړه او په افغانستان كې د ټولو پرمختيايي پروژو بنسټونه كيښودل شول.

د ليوال په وينا:

د غازي امان الله خان له دې مبارزې څخه په سيمه كې هند هم الهام واخست او پوره دوه لسيزي وروسته يې له انگليس څخه خپله ازادي ترلاسه كړه .

همداراز د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاد يي رييس عبدالحميد مبارز هم وايي،

چې:

شاه امان لله خان د افغا نستان د راتلونكي لپاره ډېره گټوره مفكوره درلوده، خو د وخت د نه مساعد والي او د خارجي لاسوهنو له لامله يي د نوموړي ادارې ته ددې مفكورې د پلي كولو موقيع ورنكړه.

نوموړى وايي، چې:

كله، چې اعليحضرت امان الله اروپا ته سفروكړ نو له سفر وروسته نوموړي په اروپاكي له ليدليو پرمختگونو څخه ډېرمتاثرشو او هيله يې درلو ده، چې دا مفكوره په افغا نستان كي هم پلي كړي.

د زمري د اته ويشتمې په وياړافغان ولسمشر او كابينې د يو شمېر وزيرانو په يو لړ ځانگړيو مراسمو كې د خپلواكۍ د څلي ترڅنگ د گلو گيډۍ كيښوده او د خپلواكۍ د لارې سرښندونكيو شهيدانو او غازيانو ته يې دعاوې وكړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version