سیمه ییز خبرونه

د هېواد د سالنگونو لويه لار ناوړه حالت لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سالنگونو د لويې لارې ناوړه حالت په دې وروستيو كې مسافر له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.

د چارشنبې په ورځ(د غويى۴) د ولسي جرگې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون غړيو له دې لويې لارې ليدنه وكړه او له فوايد عامې له وزارته يې وغوښتل، چې د سالنگ تونل د بيارغونې كمپنۍ دې  څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

هغه شركت ، چې د سالنگونو د بيارغونې چارې په غاړه لري وايي:

د ترافيكو مسوولين نه شي كولى، چې د موټرو د تگ راتگ مخه ونيسي او مونږ خپل كار وكړو.

مسوولان ترافیک نمی توانند تردد وسایط را متوقف سازند تا آنان کارشان را انجام بدهند.

د فوايد عامې وزير وايي، زورواكان په نيمه شپه له دې لارې تگ راتگ كوي او د كار مخه نيسي.

د ولسي جرگې د مخابراتو او لارو كميسون غړى فرهاد صديقي وايي:

د سالنگ دواړو خواوو ته د لويو باروړونكيو موټر دوامداره دريدل د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته كړي.

نوموړى زياتوي:

له سلو ډېرو موټر چلوونكيو شكايت كړى، چې پوليس ورنه ناقانونه پيسي اخلي؛ خو يو شمېر موټر چلوونكيو له وكيلانو سره په خبرو كې د پوليسو له خوا د پيسو اخيستل رد كړل.

د سالنگونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال رجب وايي، چې د يوې بديل لارې له موندلو پرته به په لنډ وخت كې دا ستونزې حل نه شي.

ويل كيږي، چې د سالنگ لويه لار په ۲۴ ساعتونو كې د دوه زره موټرو لپاره ډيزاين شوې، خو اوس په همدومره وخت كې له ۱۲ زره څخه تر ۱۵ زرو موټرو په لوړ تناژ او غير معياري بار له دې لارې تگ راتگ كوي.

Trending

Exit mobile version