سیمه ییز خبرونه
د هېواد د شمال او بلخ ولايت په زندانونو كې بنديان ځورول كيږي
د عدالت حقوقي او مدني بنسټ ادعا كوي، چې د هېواد په زندانونو كې له قانون څخه سرغړونې روانې دي.
د عدالت حقوقي او مدني بنسټ رييس شمس الله شمس وايي، چې:
دا سرغړونې د مجرمينو د دوسيو د نه څېړلو څخه نيولې ان د پلټنو په وخت تر وهلو، ټكولو، جنسي تېريو، د فرمانونو له مخې د بنديانو تر نه خوشې كولو او د قاضيانو او څارنوالانو تر بدې گټې اخيستنې اوږديږي.
د هېواد او بلخ ولايت په مركزي زندانونو كې د دوى څېړنې ښيي، چې ډېري بنديان د بند د مودې په تېريدو هم په بند كې ساتل كيږي.
ښاغلى شمس د بلخ ولايت قضايي او عدلي بنسټونه هم په دندو كې له قانونه پر سرغړونو تورنوي.
نوموړى ټينگار كوي، چې د زندانونو واك و ځواك د قانون ماتوونكيو قاضيانو او څارنوالانو په لاسونو كې دى.
د بلخ ولايت د استناف محكمې رييس په دې اړه له خبرو ډډه كوي؛ خو د دې ولايت د څارنوالۍ د رياست د استناف د عامه اړيكو څارنوال محمد بصير دغه راز ادعاوې ردوي.
د افغانستان په زندانونو كې بېلابېلې ځورونې نوې خبره نه ده . له دې مخكې هم ملگرو ملتونو حكومتي كاركوونكي پر ځورونې تورن كړي او په دې اړه يې خپلې اندېښنې په ډاگه كړي دي.