سوداگري

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ایران ته سفر کړی

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند نن ـ پنجشنبه د غویی دیارلسمه ويلي، چې د دغه وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د یوه اقتصادي او سوداګریز پلاوي پر مشرۍ د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته تللی دی.

عبدالسلام جواد آخوندزاده وايي؛ د نورالدین عزیزي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د بهیر اسانولو په غونډه کې ګډون او د سیستان ولایت پر محوریت د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کول دي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند د څرګدونو له مخې؛ عزیزي له ایراني چارواکو سره د چابهار له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

جواد آخوندزاده ویلي؛ افغان پلاوي د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له چارواکو سره د چابهار له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او څرګندوي؛ په دې برخه کې ننګونې شته، چې باید حل شي.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند وايي، نورالدين عزيزي له ايراني چارواکو سره د بيو راټيټولو، په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د ځمکې پر ټاکلو، د مالونو د لېږد – رالېږد لپاره د امتيازي او ځانګړې لارې پر ټاکلو او د اوسپنې پټلۍ د اسانتياوو په اړه خبرې کړې دي.

جواد آخوندزاده زیاته کړې: په دې وروستيو کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او د چابهار لارې د ټرانزيټ د پياوړتيا په موخه به د ولايتونو پر کچه يوه ګډه تخنيکي کمیټه جوړوي او مسايل به د مرکزي کمیټې له لوري تعقيبوي.

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې په هېواد کې ورځ تربلي اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي او دا سفر کولی شي افغان خصوصي سکټور ته د دې زمینه برابره کړي، چې له چابها ر بندر څخه افغان سوداګر صادارت ډېير کړي.

د افغانستان د کانونو ملي کمیټې رییس منصور احمدزي ویلي: مونږ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي دغه سفر د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼو او هیله لرو، چې له دې سره افغان صنعتکاران د چابهار له لارې صادارت پیل کړي.

ویل کیږي، چې په دې وروستيو کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د سوداګرۍ د پراختيا او د چابهار له لارې د ټرانزيټ د پياوړتيا لپاره به د ولايتونو پر کچه ګډه تخنيکي کمیټه جوړه او مسايل به حل کوي.

 

Trending

Exit mobile version