سیمه ییز خبرونه
د هېواد د ملي امنيت عمومي رياست د يو ځانمرگي له نيولو خبر وركړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هېواد د ملي امنيت عمومي رياست وايي، امنيتي ځواكونو په خپلو ځانگړيو عملياتو كې يو داسې كس نيولى ، چې غوښتل يې د ملي ائتلاف پر مشرتابه عبد الله عبدالله او د افغانستان د ملي جبهې په رييس احمدضيا مسعود ځانمرگى بريد تر سره كړي.
دغې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه كې په ډاگه كړې، چې نيول شوى كس نظيف الله نوميږي او اعتراف يې كړى
این اداره در خبرنامۀ گفته است که، فرد دستگیر شده نظیف الله نام دارد. نوموړي اعتراف كړى، چې د دغو دواړو څېرو د ترور دستور يې په پاكستان كې د طالبانو د كويټې شورا لخوا تر لاسه كړى و.
نيول شوي ځانمرگي په ډاگه كړې، چې د پېښور ښار په يوه مدرسه كې يې زده كړې كړي او د چمن له لارې كابل ته راليږدول شوى دى.