سیمه ییز خبرونه

د هېواد د نهه شمال ولايتونو د راييو مركزونه ټاكنو ته چمتو دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ۲۰۱۴م كال له پيل سره  د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال او د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس د هېواد نهه شمال ولايتونو د واليانو او پوځي چارواكو سره د يوې گډې ناستې پر مهال په دغه حوزه كې د ټاكنو د امنيت جاج واخيست.

د هېواد په شمال كې د پوځ قوماندان زلمى ويسا وايي، چې د نهه  شمال ولايتونو د راييو مركزونه راتلونكيو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته چمتو دي.

په شمال كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان زلمى ويسا زياتوي، چې په تېرو درې مياشتو كې پرله پسې عمليات د دې لامل شوي، چې د هېواد په شمال كې د ټاكنو يوولس لويو مركزونو ته د تاكنو اړونده مواد په سالمه توگه ورسيږي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال افغان پوځيان د هېواد د شمال او شمال خيتځو ولايتونو پر يو سل و څوارلس ولسواليو ولكه لري.

Trending

Exit mobile version