تازه خبرونه

د هېواد د ۱۴۰۰ل.هـ کال د وګړیو اټکلي سرشمېرنه خپره شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۰)

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پر ۱۸ د افغانستان د ۱۴۰۰لمریز هجري کال د ټولو وګړیو شمېر۳۳ اعشاریه ۶ مـیليون کسان اټكل کړی دی.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د اټکل له مخې؛ په ۱۴۰۰ ل.هـ کال کې د هېواد د ټولو وګړیو شمېر۳۳ اعشاریه ۶ مـیليون کسان اټكل شــوي، چې ۱۷ اعشاریه ۱ مـیليون یا ۵۱ اعشاریه صفر سلنه یې نرینه او ۱۶ اعشاریه ۵ مـیليون یا ۴۹ اعشاریه صفر ښځينه دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۰ ل. هـ كـال كې د هېواد له ۳۳ اعشاریه ۶ مـیليون وګړیو څخه ۲۳ اعشاریه ۸ یا ۷۰ اعشاریه ۸ سلنه یې كليوالي وګړي، ۸ اعشاریه ۳ میلیون یه ۲۴ اعشاریه ۷ هغه ښاري وګړي او ۱ اعشاریه ۵ مـیليون یا ۴ اعشاریه ۵ یې کوچيان جوړوي.

دغه راز د ۱۴۰۰ ل.هـ کال د هېواد د وګړیو د اداري واحدونو، ښاري، کلیوالي او جنس پر توپیر د ډموګرافيکي علمي اصولو او تخنيكونو په پام كې له نيولو سره اټكل شوی، چې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسوالۍ، ۲۴ مؤقتې ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مركزونه) په كې راغلي دي.

په دې اټکلي سرشمېرنه کې له ۴۲۲ اداري واحدونو سره ۶۶ ښارونه هم راغلي دي او د ۱۳۸۳ل. هـ کال نفوس د اساس کال په توګه په پام کې نیول شوي دي.

د ۱۴۰۰ ل. هـ کال د وګړیو د اټکل خپرونه د هېواد د وګړیو له وضعیته ښکارندويي کوي او د پالیسیو، پروګرامونو او د لویو پرېکړو په برخو کې د وګړیو اړوند معلوماتو ته د ملي او نړیوالو بنسټونو د آسانه لاسرسي زمینه برابروي.

د احصائې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري، چې د شراېطو له ښه کېدو سره د وګړیو سرشمېرنه ترسره کړي، چې په پایله کې به یې نوي، كره او هر اړخيز ارقام د ګټه اخیستونکیو په واک کې ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version