تازه خبرونه
د هېواد رسنۍ بايد د ټولنې واقعيتونو وځلوي – مولوي عبدالکبير
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې له بېلابېلو لارو د افغانانو او اسلامي نظام پر ضد منفي تبلیغات کېږي او له همدې کبله د هېواد رسنۍ باید د ټولنې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د رسنیو له مسوولینو او یو شمېر سیاسي شنونکیو سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ملي ګټو او اسلامي احکامو په رڼا کې د رسنیو او د رسنیو له فعالینو څخه ملاتړ کوي او د سیاسي شنونکیو له مشورو او نظریاتو هرکلی کوي.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال څرګنده کړې، چې په تېرو دوه لسيزو کې د بې اتفاقۍ د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې شوي او اوس بايد رسنۍ د بې اتفاقۍ د له منځه وړلو او د يووالي د ټينګښت لپاره کار وکړي.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ او په ځانګړي توګه له ګاونډیانو سره پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی او په دې اړه وايي، چې اسلامي امارت له هیڅ هېواد سره ترینګلې اړیکې نهغواړي او نړۍ هم باید د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي.
په دې کتنه کې د رسنیو استازو او د سیاسي چارو شنونکیو د هېواد د مهمو مسایلو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، چې د سیاسي مرستیال له خوا یې هرکلی وشو.