تازه خبرونه

د هېواد لرې پرتو سیمو ته د ټاکنو د مهمو توکو لېږد پېل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولايتونو له مركزونو څخه د الوتكو په واسطه د ټاكنو د مهمو توكو لېږد پيل شو. مسئولين وايي، دغه توكي د افغان پوځ په الوتكو كې لېږدول كېږي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، چې په مركز او ولايتونو كې يې ۶۰ په سلو كې نوي مامورين په دندو ګومارلي دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون دغه ګام وروسته له هغه اوچت كړ، چې د دغه كميسيون يو شمېر مامورين د وري د شپاړسمې نېټې په ټاكنو كې د درغليو په ګومان په تور لست كې شامل شول.
دغه كميسيون وايي، همدا اوس يې د هېواد لرې پرتو ولسواليو ته د هليكوپترو په واسطه د ټاكنو د مهمو توكو لېږد پېل كړى دى.
پر كنړ د پاكستان د ځمكنيو او هوايي بريدونو له كبله د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون هم اندېښمن دى. دوى وايي ګاونډيان بايد په افغانستان كې د ټاكنو امنيت ګډوډ نكړي.
په همدې وخت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين د كانديدانو له ټيمونو غواړي، چې په كمپاين كې اخلاقي معيارونو ته پام وكړي.

Trending

Exit mobile version