تازه خبرونه

د هېواد لومړۍ مېرمن: که د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه اړينه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نشه یي توکو ګواښ د ترهګرۍ له ګواښ کم نه دی. د افغانستان لومړۍ مېرمن ټینګار کوي، څو پورې چې افغانان د دغې پدېدې په وړاندې سره يو موټی نه شي، زیات شمېر ځوانان به له لاسه ورکړو.

نشه یی توکي د افغانستان له پاره خطرناک ګڼل کېږي. د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیره وایي: «دغه وژونکې پدیده په افغانستان کې بازار نه لري، بلکې د بهرنیو هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي.» همداراز نوموړې خبرداری ورکوي چې که د دغو توکو په وړاندې جدي مبارزه ونه شي، افغانستان ته خطرنام پیغام لري.

په همدې حال کې د افغانستان لومړۍ مېرمن له افغانانو غواړي چې د نشه یی توکو خلاف جدي مبارزه وکړي، ځکه د هغې په وینا، هره ورځ په نشه یی توکو زیات کسان روږدي کېږي.

په وروستیو کې د افغانستان د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت ویلي چې نږدې څلور میلیون افغانان په نشه یی توکو روږدي دي.

Trending

Exit mobile version