پرمختګ او بشپړتیا

د هېواد هوايي ځواک د تېر په پرتله ډېر پرمختګ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قومندان وايي، چې د هېواد هوايي ځواک د تېر کال په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی.

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ ویلي، چې په روان دوه زره شپاړلسم میلادي کال کې  پر هوايي ځواک نهه ای نه ویشت الوتکې زیاتې شوې دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوریف دانفورد فارن پالیسي خپرونې ته په مرکه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ځواک نورې پیاوړتیا ته هم اړتیا لري او کله، چې دوی ولسمشر اوباما ته سپارښتنې کوي دې مسلې ته به په کې پام وکړي.

ده زیاته کړې؛ په دوه زره پېنځلسم میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه ستونزه د هوايي ځواک وه، چې تازه یې وده پیل کړې وه.

د افغانستان د هوايي ځواک قومندان جنرال وردګ په ډاګه کړې، چې د روان ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې  به د افغانستان هوايي ځواک نورې جنګي الوتکې هم ترلاسه کړي. 

Trending

Exit mobile version