سیمه ییز خبرونه
د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۱۲۰۰۰ پروژې تطبيق شوي دي
د كليو او پراختيا وزارت وايي:
په ۱۳۹۲لمريز كال كې به د افغانستان په ۳۴ ولايتونو او ۴۰ زره كليو كې پېنځه ملي پروگرامونه، چې نوي دي، تطبيق شي.
د دې وزارت د چارواكو په وينا، په روان لمريز كال كې د افغانستان په گوټ گوټ كې دولس زره پروژې تطبيق شوي دي.
د كليو او پراختيا وزير احمد ويس برمك وايي:
په دې پېنځه پروگرامونو كې ملي پيوستون، د كليوالي سيمو د سړكونو جوړول، اوبه رسول، چاپېريال ساتنه، سيمه ييزه پراختيا او د كليوالي سيمو د تشبثاتو او صنايعو پراختيا شامله ده.
د دې پروگرامونو په تطبيق به خلكو ته د خدمتونو د وړاندې كولو كچه لوړه شي.
نوموړي د دې پروگرامونو د لگښتونو او دا، چې د چا له خوا تمويليږي، څه ونه ويل؛ خو څرگنده يې كړه، چې دا پروگرامونه به په متوازن ډول د افغانستان په گوټ گوټ كې تطبيق شي.
ښاغلي برمك روان لمريز كال خپل اړوند وزارت ته له برياوو ډك وباله او ويې ويل، په دې كال كې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې دولس زره پروژې تطبيق شوي دي.