سیمه ییز خبرونه
د هېواد په جنوب غربي ولايتونو كې ۹۰ سلنه نشه يي توكي توليديږي
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزير وايي، چې:
د افغانستان په كچه نوي سلنه نشه يې توكي د دغه هېواد په څلور ولايتونو لكه هلمند، كندهار، فراه او روزگان ولايتونو كې توليديږي.
نوموړي دا څرگندونې د امريكا له سفيرسره هلنمد ته په يو لنډ سفركې د خبرې غونډې پرمهال وكړې.
له نشه يې توكو سره د مبارزې وزير زياتوي:
كه څه هم له نشه يې توكو سره مبارزه گران كار دى، خو د دغه وزارت په هڅو د هېواد په اوولس ولايتونو كې د نشه يي توكو توليد صفر ته را ټيټ شوى دى.
د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد عثماني د شنبې په ورځ(د ليندۍ۱۸) په يوه خبري غونډه كې وويل، چې:
كه څه هم له نشه يي توكو سره مبارزه ستونزمنه ده؛ خو بيا هم هڅه كوو، چې د ستونزې په وړاندې جدي مبارزه تر سره او عاملين يې د قانون منگولو ته وسپارل شي.
د نوموړي په وينا:
۹۰ سلنه نشه يي توكي په كندهار، هلمند، فراه او روزگان ولايتونوكې، پنځه يې په نيمروز و بادغيس ولايتونو او پاتې نور هم په ټول هېواد كې توليديږي.
هغه وايي، چې:
په هلمند ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره د يوه كمپلكس روغتون د جوړولو تړون لاسليك شوى او د دې ترڅنگ به يو شمېرنورې پرمختيايي پروژې هم پلې شي.
په دې خبري ناسته كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل، چې:
سږكال د دې ولايت په امن سيمو كې د كوكنارو د كركچه صفر ته راټيټه شوې او دوى هم په دې برخه كې جدي هڅې پيل كړې دي.
د هلمند يو شمېر قومي مشران او د خلكو استازي وايي، چې:
دولت له نيشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې اغېزمنه تگلاره پرمخ نه ده بيولې او په دې ولايت كې يې بنسټيزې پروژې نه دي پلې كړې.
د دوى په وينا: كه دولت د كجكي برېښنا، د بست تصدى په پښودرلو او نورو ورته پروژوته پاملرنه وكړي؛ نو خلك چمتو دي، چې پرته له فشار د تارياكو له كركيلې لاس واخلي.