سیمه ییز خبرونه

د هېواد په جنوب لويديځه حوزه کې د استاد رباني د جنازې غيابي لمونځ گډون ادا شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جهاد او مقاومت د رهبر او د سولی د عالی شورا د رييس شهيد استاد برهان الدين ربانی د جنازې غيابي لمونځ د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنگ د جنوب لويديځی حوزی په اړوند ولايتونو کی هم  د دولتی چارواکو، قومی مشرانو او سلگونه عامو خلکو په گډون ادا شو.

د سولی د عالی شورا رييس اود جهاد او مقاومت د مشر پروفيسور استاد برها ن الدين ربانی د جنازی مراسم د جنوب لويديځی حوزی په اړوندو ولايتونو کندهار، هلمند ، زابل ، روزگا ن او نيمروز ولايتونو کې د دې ولايتونو د واليانو، دولتی ادارو د مشرانو او سلگونو قومی مشرانو او ځايي اوسيدونکيو په گډون تر سره شول.

په هغو مراسمو کې، چې د کندهار ښار د خرقې مطهرې په جامع جومات کی جوړ شوي وه په کندهار کې د سولې له بهير سره د يو ځای شويو طالبانو يو مشر مولوی نورالعذيز د استاد برهان الدين ربانی په وژنه کې د پاکستا ن هېواد لاس گډ وباله او ويې ويل، چې:

په دې سره به دسولی پروسه ونه دريږي.

استاد برها ن الدين رباني، چې د نورو دندو ترڅنگ يې له ډېرو کلونو راپديخوا د جميعت اسلامي د گوند مشری هم په غاړه درلوده د جنوب لويديځې حوزې په اړوند ولايتونو کې له ډېرو پلويانو برخمن و او د هېواد په ټولو مېشتو قومونو کې يې لارويان درلودل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version