سیمه ییز خبرونه
د هېواد په ختيځو سيمو كې د زلزلې زيانونه مخ په ډېريدو دي
د چهارشنبې په ورځ(د غويى ۴) د غرمې پريوه بجه او۵۵ دقيقو یوې درندې زلزلې، چې د۵،۷ کچې قوي ټکانونه یې درلودل د هېواد ډېرې سیمې ولړزولې.
افغان سيمه ييز چارواکي وايي:
د دې زلزلې مرکز له جلال آباد ښار څخه شاوخوا ۲۵ کيلومتره ليرې شمال لوري ته د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښارو.
د ننگرهار د سیمه يیزروغتون مسوول داکترهمایون زهیر وايي:
تراوسه دوی ته او دولسوالیوروغتونو ته له زلزله ځپليو سیموڅخه دوه مړي او۱۱۷تنه ټپيان وروړل شوي، چې له ۵۰ ډېر بسترشوي او پاتې نورله درملنې وروسته بېرته کورونوته لیږل شوي دي.
داكتر زهیر زياتوي، دا وروستي ارقام نه دي او ښايي د وخت په تېریدو د مرگ و ژوبلې شمېره نوره هم زیاته شي.
د ننگرهار د سرې میاشتې ريیس ننگیالی یوسفزي وايي:
تراوسه د ننگرهار له دوربابا، شېرزادو، سره رود او یو شمېر نورو سیمو څخه د ۱۲ مړيو او۷۰ تنو ټپیانو په اړه کره معلومات ترلاسه شوي، خو ښايي د تلفاتو شمېره له دې هم ډېره شي.
نوموړى وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې زلزلې لسگونه کورونه نړولي، چې ډېر يې په سره رود او ښیوې ولسوالۍ کې دي.
د ننگرهار والي ویاند احمدضیاعبدالزي بیا یوازې د درې تنومړيو او۷۰ نورو ټپي کیدل مني.
نوموړي وايي، ښایي د مرگ و ژولې شمېره له دې زیاته شي.
عبدالز زياتوي، زیامنو شویو سیمو ته د ژغورنې ډلې استول شوي او ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، ډېر کورنه د سره رود په چهارباغ صفا سیمه کې زیامن شوي دي.
زلزله ځپلي خلک له دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي او وايي، دغې درندې زلزلې سخت زیامن کړي يو.
تراوسه د لغمان او نورستان ولایتونو څخه د زلزلې د زیانونوپه اړه رپوټ نه دی وركړ شوي، خو د کونړ والي وياند واصف الله واصفي وايي، چې په دې ولايت کې د زلزلې له كبله يو تن مړ شوي او يو بل ټپي دى.
يو امريكايي مركز د دې زلزلې مركز د هندو كش غرونه ښودلي، چې د ځمكې د تل په ۶۵ كيلو مترۍ كې رامنځته شوې ده.
د رپوټونو له مخې دې زلزلې د پاکستان، هندوستان او کشميرځينې سیمې هم لړزولې دي.