سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ختيځ كې د زورواكانو لخوا خبريالان گواښل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ننگرهار او ختيځ ولايتونه، چې د ادب په زانگو مشهور دي؛ په دې وروستيو كې د دغو ولايتونو خبريالان او ليكوالان وايي، چې د زورواكانو د گواښونو له كبله له كاري ستونزو سره مخ شوي يو.

دوى د ختيځو ولايتونو د ژورناليستانو او ليكوالو دا اندېښنه په هغو مراسمو كې څرگنده كړه، چې د دغې ټولني د لسمې كليزې په اړوند جوړ شوي ول.

د ختيځو ولايتونو د ژورناليستانو او ليكوالو د ټولني مشر لال پاچا ازمون وايي:

د ختيځو ولايتونو د ژورناليستانو او ليكوالو ټولنې په تېرو لس كلونو كې نږدې يو سلو شپاړس بېلا بېل كتابونه چاپ كړي او گڼې فرهنگي او ادبي غونډې يې جوړې كړي، خو په دې وروستيو كې د كار پر مهال له  خبريالانو سره بد چلند او د امنيتي كسانو لخوا د هغوى وهل كيدو او گواښونو، اندېښمن كړي.

د ننگرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي، چې:

ولايتي اداره د بيان او مطبوعاتو د زادۍ ملاتړې ده او هغه ستونزې به هواري كړي، چې هلته خبريالان ورسره مخ دي.

په دې فرهنگي غونډه كې افغانانو ته د مسووليتونو د ليږد كميسيون رييس اشرف غني احمد زي هم گډون كړى و. هغه له دولته وغوښتل، چې په افغانستان كې د بيان او مطبوعاتو د آزادۍ په برخو كې شوي پرمختگونه خوندي وساتي.

دغه راز په ننگرهار كې د نظر آباد ادبي ټولنې د ليكوال او ژورناليست لال پاچا ازمون د لس سفر نامو مخكتنه كړې ده.

په كابل كې هم د خبريالانو ټولنو اندېښنه څرگنده كړې، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته ښايي د رسنيو د كار په وړاندې محدوديتونه زيات شي.

Trending

Exit mobile version