سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ختيځ كې د لويدلې چورلكې دوه سرتېري وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د آيساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر په ډاگه كړې، چې:

د افغانستان په ختيځ كې د سه شنبې په ورځ( د وري۲۰) د لويدلې چورلكې دوه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

آيساف د پېښې د دقيق ځاى او د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د ننگرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي:

چورلكه د پچيراگام ولسوالۍ د كريخېلو په سيمه كې را لويدلې ده.

ښاغلى احمد ضيا عبدالزى زياتوي:

سيمې ته گن امنيتي ځواكونه رسيدلي او د پېښې سيمه د څارنې لاندې ده، خو د پېښې د احتمالي سرزيان په باب بشپړ معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د پچيراگام ولسوال ميرباز ممتاز وايي:

په دې ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو دوه چورلكو گزمه كوله، چې يوه يې د تخنيكي ستونزو له كبله را لويده او په كې سپاره ټول كسان وژل شوي دي.

نوموړي د وژل شويو شمېر ونه ښود.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې چورلكه طالبانو رانسكوره كړې او په  كې سپاره ټول كسان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version