سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ختيځ كې سرحدي پوليس د تجهيزاتو له لږوالي اندېښمن شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په حتيځ كې سرحدي پوليس وايي، چې:

د دغه زون پر يو شمېر سرحدي سيمو وسلوالو مخالفينو ولكه ټينگه كړې او د نشه يې توكو كار و بار ته په كې زمينه برابره شوې ده.

دغه چارواكي همدا راز د اته سوه كيلو گرامو چرسو له نيولو هم خبر وركوي او زياتوي، چې:

د نشه يې توكو په كار و بار كې  يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواكي لاس لري.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا مرستیال ډگروال ذبیح الله قاضيزاده وايي:

د تشكيلاتي نيمگړتياوو او د تجهيزاتو د نه شتون له كبله د ختيځ د يو شمېر ولايتونو په گډون د ننگرهار گڼې سرحدي سيمې د وسلوالو مخالفينو په ولكه دي، چې  نشه يي توكي ترې د پاكستان په گدون گڼ شمېر نورو هېوادونو ته وړل كيږي.

قاضي زاده د بېلگې په توگه پچیر و اگام، شېرزاد ، خوږیاڼو ،اچین، غني خېل او د سپین غره ولسوالۍ یادوي او وايي:

دغلته د وسلوالومخالفينو او قاچاقبرانو ښکاره مرکز ونه دي.

قاضيزاده  د دې هرڅه د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې دهوايي ځواک او درندو وسلوغوښتنه کوي.

ډگروال قاضيزاده همدا راز د سرحدي پوليسو له خوا د پچير و اگام په ولسوالۍ كې د اته سوه كيلو گرامو چرسو له نيولو هم خبر وركوي.

نوموړي په بشپړ ټينگار څرگنده كړه، چې :

د نشه يي توكو په كار و بار كې  يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواكي هم لاس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې یوه اوونۍ  وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو هم د یو لړ چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په شېرزادو او اچین ولسوالیو کې د نشه يې توكو سترې فابریکې ویجاړې کړې وې اوسلگونه کیلوگرامه نشه يي توکي یې نیولي ول.

Trending

Exit mobile version