سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ختیځ کې دگوزڼ ضد واکسينو درې ورځنى کمپاين پیل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار کې د يكشنبې په ورځ(د وږي۳) د گوزڼ ضد واکسينو درې ورځنى کمپاين پیل شو. د گوزڼ ضد واکسينو د کمپاين د پيل پرمهال د ننگرهار دعامې روغتيا مرستیالې داکترې مقدسې وويل، چې دغه کمپاین به په یوه وخت کې د کونړ، نورستان، لغمان او ننگرهار په ټولو سیمو کې ترسره شي.

نوموړې زياته كړه، چې په دغه کمپاين کې به ٨۵۳ زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پېنځه کلونو کم وي، د گوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.

داکتره مقدسه وايي:

په دغه کمپاین کې به ٥١٢ زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له دوه کلونو پورته وي، د چينجي ضد کپسول هم ورکړشي.

د دې په خبره ياد کمپاين د٥٧٠٠ رضا کارانو له خوا تر سره کېږي.

نوموړې پر ټولو هېوادوالوغږ وکړ، چې خپل ماشومان واکسين کړي، چې راتلونکى يې له خطره خوندي وي.

سږ کال څلورمثبتې پېښې ثبت شوي، چې دوه يې د ننگرهار په سرحدي ولسواليو کې او دوه نورې يې د کونړ په ولايت کې دي.

د ننگرهارمرستيال والي محمد حنيف گرديوال وايي، چې:

د پوليو واکسين لپاره بايد ټول هېوادوال کمپاين وکړي او ټول ماشومان واکسين کړي.

نوموړی زياتوي هڅه كيږي، چې هرې سیمې ته د رضاکارو د تگ لپاره ډاډمنه زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړاو ننگرهار ولايتونو کې ميشتو کوچيانوڅه موده مخکې شکايت کړى و، چې زرگونه ماشومان په ناامنو سيمو کې له دغه کمپاين څخه بې برخې پاتې کېږي.

ياده دې وي، چې تېر کال په ختيځه حوزه کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې د عامې روغتيا د چارواکو په وينا، له گاونډ پاکستان څخه رالېږدول شوې وه.

د گوزڼ واکسين هر کال درې دورې لري، چې له هرو دوه مياشتو وروسته يې يوه دوره پلې کېږې.

Trending

Exit mobile version