تازه خبرونه

د هېواد په ختیځ کې د ګوزڼ واکسین اووه ورځنی کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۲)

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ د (مرغومې ۲ )  په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین اووه ورځنی کمپاین پیل شوی دی.

په ننګرهار کې د ختیځې سیمې د کتلوي معافیت مسوولینو او د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسين له کولو سره دغه کمپاین پرانست.

د کتلوي معافیت مسوولین وايي په دغه کمپاین کې به د درې ختیځو ولایتونو څه د پاسه دوه نیم میلیون  له نوی زیږیدلي نیولي تر لس کلنۍ پورې ماشومان واکسين شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت آمر حکم خان ګلابزوى وايي، په دغه کمپاين کې به شاوخوا دوه نيم ميليون له لس کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړ شي.

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امین الله شریف ټینګار کړی؛ ټولې کورنۍ دې هڅه وکړي، چې خپل ماشومان د ګوزڼ واکسین مرکزونو ته ولېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، چې له پاکستان څخه د کډوالو جبري راستنېدو په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

دغه سازمان د پوليو د له منځه وړلو د بېړنۍ کمیټې له اووه دېرشمې غونډې وروسته د اعلاميې پر خپرولو څرګنده کړې؛ که څه هم له تېرو څلور مياشتو راپدیخوا په افغانستان کې د پوليو کومه نوې پېښه رسمي ثبت شوې نه‌ده، خو ګواښ اوس هم شته.

Trending

Exit mobile version