تازه خبرونه

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش نارسمي ائتلاف رامنځته کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش له څه باندې یوې کلنې جګړې وروسته نارسمي ائتلاف رامنځته کړی دی.

د امریکا وال ستریت ژورنال د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان زمان وزیري د وینا له مخې لیکلي، چې د داعش او طالبانو تر منځ په تېر یو کال کې مرګونې وژنې شوي؛ خو په تېرو دوه میاشتو کې یې تر منځ یوه نښته هم شوې نه ده.  ویل کیږي؛ د دوی تر منځ سیمه ییزه هوکړه شوې، چې په خپلو کې به سره نورې نښتې نه کوي.

د امریکا دغه ژورنال په ډاګه کړې، چې دغه دوه ډلې کیدای شي په خپلو کې اوربند وکړي او له افغان او بهرنیو ځواکونو سره دمګړۍ ګډه جګړه له خپلمنځیو جګړو غوره وګڼي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جان نیکلسون ویلي، چې په کونړ کې د دغو دواړو ډلو ترمنځ اوربند په دې اړه د پراخې هوکړې ښکارندویي نه کوي.

د دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال په وینا؛ له سیمه ییز اوربند سره سره دواړه ډلې په جګړه کې ښکېل پاتې دي.

د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې، که څه هم سیمه ییز اوربند شوی؛ خو د طالبانو او داعش په موخو کې توپیر شته دی.

طالبان په افغانستان کې د شریعت واکمني غواړي؛ خو داعش د نړیوال خلافت غوښتنه لري.

Trending

Exit mobile version