سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ديارلس تودو ولايتونو كې نوى تعلمي كال پيل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شنبې په ورځ(د وږي۱۶) د ښوونځي د زنگ په كړنگيدو د هېواد په ديارلس تودو ولايتونو كې نوى تعلمي كال پيل شو.

په همدې موخه په يو شمېر ولايتونو كې غونډې هم جوړې شوې وي.

په فراه ولايت كې د دغه ولايت والي محمد عمر شېرزاد وويل، چې اوس هم  د فراه ولايت په يو شمېر ناامنو سيمو كې د ناامنيو له كبله د زده كوونكيو په وړاندې ښوونځي تړل شوي دي.

د دغه ولايت يو شمېر زده كونكي د مسلكي ښوونكيو د نه شتون له كبله هم سرټكوي.

د فراه د پوهنې رييس محمد صابر فاروقي بيا وايي، چې د ياد ولايت د پوهنې بهير ته پوهنې وزارت لازمه پاملرنه نه ده كړې.

بل خوا د هلمند د كجكي ولسوالۍ اوسيدونكي كه له يوې خوا د ښوونځيو پيل كيدو ته خوښ دي؛ خو له بلې خوا د ناامنيو له كبله اندېښنه لري.

د پوهنې وزارت له مهال وېش سره سم هر کال د هېواد په ۱۳ تودو ولایتونو کې د سنبلې په پېنځلسمه نوی تعلیمي کال پیلیږي، چې د نورو ولايتونو تر څنگ کندهار، هلمند، فراه، زابل، خوست، پکتیکا او ننگرهار ولايتونه يې ناامنه ولاياتونه بلل كيږي.

د پوهني وزارت د معلوماتو له مخې اوس هم د هېواد په جنوبي، جنوب ختیځو او جنوب لویدیځو ولايتونو په يو شمېر سيمو كې شاوخوا څلور سوه ښوونځي د ناامنيو او د وسلوالو د گواښونو له كبله تړلي پاته شوي دي.

Trending

Exit mobile version