سیمه ییز خبرونه
د هېواد په شمالي پولو كې د نشه يې توكو د قاچاقبرانو د نيولو هڅې پيل شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
نشه يې توكي د اداري فساد او جگړې په شان افغان دولت ته يوه بنسټيزه ننگونه ده .
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د نشه يې توكو د لويو قاچاقبرانو د له منځه وړلو په موخه د نيويو هڅو له پيل څخه خبر وركوي .
د كورنيو چارو وزارت له نشه يې توكو سره د مبارزې معين باز محمد احمدي وايي:
دغه هڅې د منځني ختيځ د پوله ساتو ځواكونو په مرسته تر سره كيږي.
نوموړى همدا راز په افغان دولت كې د نشه يې توكو د قاچاقبرانو د ملاتړو له شتون هم پخلى كوي او وايي، چې د نشه يې توكو د لويو قاچاقبرانو د پېزندنې لپاره هڅې دوام لري.
دا په داسې حال كې ده، چې له نشه يې توكو سره د مبارزې وزارت وړاندې ويلي ول، چې د افغانستان د نشه توكو د قاچاق له لارې هر كال اويا ميليارد دالر تر لاسه كيږي، چې ډېرې پيسې يې د نشه يې توكو د نړيوالې مافيا جيبونو ته ځي.