سیمه ییز خبرونه
د هېواد په شمال او ختيځ كې اووه ځانمرگي نيول شوي
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
په ننگرهار كې نيول شويو پېنځه ځانمرگو غوښتل، چې د غويى په اتمه د مجاهدينو د برياليتوب د كليزې په مراسمو كې بريدونه وكړي.
دغه راز په كندوز كې دوه وسله وال طالبان نيول شوي، غوښتل يې په يوه سيمه كې له چاوديدونكيو توكو ډك موټر سايكل ځاى په ځاى كړي.
دا هغه نيول شوي كسان دي چې د كورنيو چارو وزارت وايي غوښتل يې په كابل كې د غويي د اتمې په مراسمو كې ځانمرګي بريدونه وكړي .
د ښاغلي صديقي په وينا، نيول شوي كسان د ديورند كرښې په پورې خوا كې روزل شوي دي. په نيول شويو كسانو كې يوه ښځه هم شته، چې له بكس څخه يې يوه اندازه چاوديدونكي توكي ترلاسه شوي دي .
نوموړى دغه راز وايي، چې په كندوز كې دوه داسې وسله وال طالبان نيول شوي، چې غوښتل يې په موټر سايكل كې ځاى په ځاى شوي چاوديدونكي توكي له گڼه گوڼې څخه په ډكه يوه سيمه كې وچوي.
دا كسان په داسې وخت كې د امنيتي ځواكونو له خوا نيول كيږي، چې هركال د پسرلي په رارسيدو د دولت وسله وال مخالفين په ملكي او پوځي تاسيساتو خپل بريدونه زياتوي.