تازه خبرونه

د هېواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د باران، واورې او سیلابونو خبرداری ورکړ شوی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د هواپېژندنې ریاست د شنبې او یکشنبې پر ورځ د کابل په ګډون ۱۳ ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

د دغې ادارې په ویب پاڼه کې د خپور شوي خبرداري له مخې؛ د یو شمېر ولایتونو لپاره له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مټرو او د ۱۰ او ۲۵ سانتي مټرو ترمنځ د واورې اورښت وړاندوینه شوې ده.

په دې وړاندوینه کې د نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار او کندوز ځینې برخې شاملې دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سالنګ په لاره کې د درندې واورې له شونتیا هم خبرداری ورکړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version