سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې د اداري فساد عاملين له مجازاتو بې برخې ساتل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره، د فساد د عاملينو نه مجازات په شمالي ولايتونو كې د اداري فساد په له منځه وړلو كې لويه ستونزه گڼي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادارې د يكشنبې په ورځ(د غويى۲۹) په شمال كې د همغږۍ په نامه يوه غونډه وكړه، چې د اداري فساد په وړاندې په مبارزه كې له ټولو كورنيو او بهرنيو ادارو څخه د همغږۍ مرسته وغواړي.

په شمال كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاويد وايي:

له قانون څخه ناخبري، د معاش لږوالى او د تبليغاتو نشتوالى هغه لاملونه بلل كيږي، چې له كبله يې اوس هم په ځينو دولتي او نادولتي ادارو كې فساد ليدل كيږي.

په شمالي ولايتونو كې د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې اداره نه ده توانيدلې، چې په تېرو شپږ مياشتو كې لاس ته راوړنه ولري.

ښاغلى جاويد وايي: يو شمېر بهرنۍ ادارې هم په ځينو برخو كې دوى ته د معلوماتو له وركولو ډډه كوي او فكر كيږي، چې په دې بنسټونو كې به هم اداري فساد موجود وي.

د دې غونډې گډونوال څرگندوي، چې خلك د اداري فساد په زياتولو او له منځه وړلو كې ډېر رول لري . دوى وايي، كه خلك له اداري فساد، بډو او يا نورو داسې پېښو سره مخ كيږي بايد مسوولين پرې خبر كړي، چې دا پديده له منځه ولاړه شي.

دوى د خلكو او مسوولينو ترمنځ همغږي او د فساد د عاملينو مجازات مهم گڼي.

د يادونې وړده، چې د ځينو هغو كسانو د نه مجازات كيدو په اړه د بلخ څارنوالۍ تر دې دمه له څرگندونو ډډه كړې ده.

Trending

Exit mobile version